د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عربي متحده اماراتو د انرژۍ وزير د سپتمبر په ۱۶مه نېټه وويل چې دغه هېواد به د اوپېک د يو غړي په توګه د سعودي عربستان ملاتړ وکړي چې د نفتو پر تاسيساتو د بريد له امله د اومو نفتو د برابرولو خلا ډکه کړي.
عربي متحده امارات چمتو دي چې سعودي عربستان ته ډول ډول ملاتړ برابر کړي، که د اومو نفتو کمبود شتون ولري ، موږ د بازاري غوښتنو د پوره کېدو لپاره کافي توليدي توان لرو.
هغه زياته کړه چې عربي متحده امارات د اوپېک د پرېکړه ليک مراعات کوي او د دې سازمان له منظورۍ پرته به هېڅ عمل ونه کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |