CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره د دې سيمې د حکومت له خوا له نيول شويو تدبيرونو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-17 15:22:37

په هانکانګ کې د چين د صادراتو او وارداتو سوداګريزې ټولنې د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يوه مېلستيا تر سره کړه. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې اجرائيوي مشرې کاري لام وويل چې د هانکانګ ځايي حکومت به له اوسني فرصت څخه په استفادې سره په دولتي پرمختګ کې ګډون وکړي او د اوسنيو ستونزو او بحران د لېرې کولو لپاره به يو لړ تدبيرونه ونيسي. په دې هکله د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو وويل چې دوی د دې سيمې له حکومت څخه ملاتړ کوي او باور لري چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو په پلي کېدو سره په هانکانګ کې ښه راتلونکې برابره شي.

په همدې ورځ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کميټې د رئيس مرستيال لانګ جن اينګ،د هانکانګ د خاصې اداري سيمې اجرائيوي مشرې کاري لام او په هانکانګ کې د چين د دولتي ارګانونو ځينو مسئولينو، د دې سيمې ځينو چارواکو او د سوداګريزو ټولنو استازو په ياده مېلستيا کې ګډون وکړ. کاري لام په خپله وينا کې وويل چې روان کال د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی.چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې د اقتصاد، ټولنې او د خلکو د ژوند په برخو کې ډېر پرمختګونه موندلي دي. د هانکانګ حکومت به په راتلونکې کې فرصتونه ونيسي او په فعاله توګه به په دولتي پرمختګ کې برخه واخلي. هغې وويل، پخوانيو تجربو ته په کتو سره هانکانګ تل د چين د سترې برخې او نورو هېوادونو د نښلېدو په برخه کې مهم رول لوبولی او بهرنۍ تصدۍ يې راغوښتلې او نورو هېوادونو ته د چيني تصديو د داخلېدو لپاره يې خپلې مرستې برابرې کړې دي.موږ به په راتلونکي کې اوسني فرصتونه ونيسو،په فعاله توګه به د مرکزي حکومت تر لارښوونې لاندې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج سيمې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په بهير کې ګډون وکړو تر څو د دولتي پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

هغې زياته کړه چې په تېرو څو مياشتو کې د هانکانګ د زور زياتي پېښو د اقتصاد، د خلکو د ژوند،د بهرنيو سوداګريزو اړيکو، سيلانۍ او د پرچون پلورنې په شمول پر ډېرو برخو منفی اغيزې کړې.د هانکانګ حکومت د دغو منفي اغيزو او ستونزو د لېرې کولو،له تصديو څخه د ملاتړ او د کسانو د استخدام د ثبات ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي تر څو د اقتصادي وروالي په حال کې له اوسنيو ننګونو سره د مقابلې لپاره له هانکانګي تصديو او ښاريانو سره مرستې وکړي.

د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو وويل چې دوی د اوسنيو ستونزو او ننګونو د حل وفصل لپاره د هانکانګ د حکومت له يو لړ تدبيرونو څخه ملاتړ کوي او ټينګ باور لري چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو په پلي کېدو سره به هانکانګ ښه راتلونکی ولري.په هانکانګ کې د چين د صادراتو او وارداتو د سوداګريزې ټولنې مشر لين لونګ ان وويل چې هانکانګ تل د مرکزي حکومت تر ملاتړ لاندې له ستونزو څخه وتلی او دواملرونکی پرمختګ يې موندلی دی. هغه وويل،هر کله چې هانکانګ له ستونزو سره مخ شوی، زمونږ مرکزي حکومت تر خپلې وسې پورې مرسته کړې او هانکانګ يې له ډېرو ستونزو څخه ژغورلي او صنعتي او سوداګريزو چارو يې په دوامداره توګه پرمختګ موندلی دی. مونږ په دې پوهيږو چې زمونږ مرکزي حکومت د هانکانګ لپاره تکيه ده او (په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو ) نظام د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او پرمختګ د ساتلو لپاره مهمه وسيله ده.

د چين د سوله ييز واحد د هڅوونکې ټولنې د هانکانګ د فرعي څانګې د دايمي چارو مرستيال ډاکتر چيو وي مينګ وويل چې هانکانګ پر دولتي پرمختګ په تکيې سره خپل پرمختګونه کوي او راتلونکې به يې لا ښه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای