د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبله د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښين په نيويارک کې د م م په مقر کې پای ته ورسېده. له نايجريا څخه تيجاني محمد باندي د م م د ۷۴مې دورې عمومي اسامبلې د رئيس په توګه لوړه وکړه او د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې پخوانۍ رئيسې ماريا فيرناندا ايسپينوسا خپله څوکۍ نوموړي ته تسليم کړه.
د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د پای په مراسمو کې د م م د عمومي اسامبلې د پخوانۍ رئيسې ايسپينوسا د غوره کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې ايسپينوسا د څو اړخيزم ساتونکې ده او په برياليتوب سره يې د خپلې دورې په وخت کې هغه ژمنه عملي کړې چې م م به له ټولو سره نژدې اړيکې جوړوي.
ګوتريس وويل چې د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې په ترڅ کې وړاندې او حل شوو مسئلو څخه څرګندېږي چې يوازې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا له لارې موږ کولی شو اړوندې ننګونې او ستونزې حل کړو.هغه غوښتنه وکړه چې د م م د منشور د اهدافو او اصولو مراعات وکړي ، جنګونه او شخړې پای ته ورسوي ، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د زغم تګلاره پلې کړي ترڅو ټول خلک وکولای شي له لوړې ازادۍ څخه په استفادې ټولنيز پرمختګ او غوره ژوند وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |