CRI Online

د چين بهرنۍ پانګونې د اړوندو خواوو لپاره ګټورې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-17 15:24:42

د چين د سوداګرۍ وزارت، د شمېرنې ملي ادارې او د بهرنيو اسعارو ادارې په دې وروستيو کې (( د ۲۰۱۸ کال د چين د مستقيمو بهرنيو پانګونو د احصائيې اعلاميه)) خپوره کړه. د دې اعلاميې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د چين د مستقيمو پانګونو د جريان او زيرمې اندازې په نړۍ کې درېيم ځای ونيوه، چين د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سيمو کې پاګونې کړې او په بهر کې تر ۷۰ سلنې زياتو چيني شرکتونو له خپلو پانګونو څخه ګټې اخيستې. د دې ترڅنګ، په بهر کې چيني شرکتونو کوربه هېوادونو ته د ۵۹ مليارډو ۴۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ډول ډول ماليات ورکړي او ۱ مليارډ ۸۷۷ زره بهرني کارکوونکي يې استخدام کړي دي.

له يادو معلوماتو څخه ښکاري چې د چين بهرنۍ پانګونې نه يوازې د چين د اقتصادي جوړښت بدلون هڅولی او د شرکتونو نوښت او د نړيوالې سيالۍ توان يې پياوړی کړی، بلکې د اړوندو هېوادونو د مالياتو او کاري دندو لپاره يې خدمتونه کړي دي. د اقتصاد د نړيوال کېدو په جريان کې د چين فعال ګډون د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري، د اقتصاد د نړيوال کېدو تمايل د لږو هېوادونو د سوداګرۍ ساتونکو تدبيرونو له امله نه شي بدلېدای.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای