د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په دې اړه چې د سليمان ټاپوګانو حکومت له تايوان سره د (( ډيپلوماتيکو اړيکو )) د پرېکولو او له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو پريکړه کړې، د خبريالانو پوښتنې ته ځواب ورکړ.
هوا چون ينګ وويل، چې چين د سليمان ټاپوګانو د حکومت د هغه عمل ستايه کوي چې د يو چين پېژندنې د اصل په منلو سره د تايوان له ادارې سره د تش په نامه ((ډيپلوماتيکو اړيکو )) د پرېکولو او له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو پريکړه کړې. د سليمان ټاپوګانو د حکومت له يادې پرېکړې څخه ښکاري چې د يو او واحد چين اصل له عمومي جريان او د خلکو له احساساتوسره مطابقت لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |