CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې په ټاکنيزه غونډه کې چاودنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-17 20:39:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت چارواکي د سپتمبر په ۱۷مه نېټه وويل، په همدې ورځ د دې هېواد په پروان ولايت کې د ټاکنو لپاره د کمپاين په يوه غونډه کې چاودنه وشوه، چې پکې ۲۴تنه وژل شوي او ۳۲ تنه ټپيان شوي دي.

د پروان ولايت د پوليسو ادارې وياند خبريال ته وويل، يو بم چې په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی و، د همدې ورځې په غرمه د يادې غونډې تالار د خونې دباندې چاودنه وکړه. د دې هېواد د ملي امنيت ادارې يو چارواکي وويل، ياده غونډه د اوسني ولسمشر اشرف غني د ټاکنيز دفتر لخوا جوړه شوې وه. هغه وخت غني او د هغه ملګري او مرستيال ولسمشر کانديد امرالله صالح هم په دې ځای کې موجود وو. دوی ته په ياده چاودنه کې زيان نه دی رسېدلی. اوس ياده سيمه د پوليسو لخوا بنده شوې ده. تر اوسه هيڅ ډلې او شخص د ياد بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستلی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د سپتمبر په ۲۸مه نېټه تر سره شي. د اوسني ولسمشر غني او د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په شمول ټول ۱۸ کانديدان ثبت او نوماندان دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای