CRI Online

چين په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي د کار مودې له اوږدېدو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 09:30:33
چين په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي د کار مودې له اوږدېدو څخه ملاتړ کوي

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په يوه غونډه کې د ۱۵ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره دا پرېکړه تصويب کړه چې له مخې به يې په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي د کار موده يو کال نوره اوږده شي. په دې پرېکړه کې له ياد پلاوي څخه غوښتنه شوې چې د ټولټاکنو، سيمه ييزې همکارۍ، امنيت، د نشه يي موادو د مخنيوي او د هېواد بيارغونې په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي، له افغانستان سره د نورو هېوادونو همکاري او اړيکې دې پياوړې کړي تر څو د سيمه ييز اقتصاد پرمختګ وهڅول شي. په دې پرېکړه کې پر دې ټينګار شوی چې د خونديتوب په برخه کې د افغانستان د حکومت توان پياوړتيا ډېره مهمه ده، په دې توګه به په افغانستان کې ثبات وساتل شي او د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه ترسره شي.

په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په ياده غونډه کې وويل، اوس د افغانستان وضعيت په حساس پړاو کې دی. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي چې د ټاکلي وخت له مخې ټولټاکنې ترسره کړي، په دوامداره توګه د ملي روغې جوړې بهير پرمخبوزي، په سيمه ييزه همکارۍ کې فعال ګډون وکړي چې د دايمي سولې د عملي کولو لپاره کلک بنسټ رامنځته شي. چين به په افغانستان کې د سولې، ثبات او سمسورتيا د عملي کېدو لپاره په دوامداره توګه خپل خدمتونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای