CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له صدراعظم دميتري مدويديف سره په ګډه د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د ۲۴مې نوبتي غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 09:53:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۷مې نېټې په ماسپښين په سنټ پيټربورګ کې د روسيې له صدراعظم دميتري مدويديف سره په ګډه د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د ۲۴مې نوبتي غونډې مشري وکړه.

لي که چيانګ وويل چې چين او روسيه د يو بل ترټولو لوی ګاونډيان دي او دواړه د م م د امنيت شورا دايمي غړي دي. روان کال د چين او روسيې تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. دواړه خواوې د متقابل درناوي ، مساواتو ، دوه اړخيزو او ملي ګټو د ساتلو د اصولو له مخې خپلو کړو ژمنو عملي کولو ته وفاداردي او د دوه اړخيزو اړيکو ثابت پرمختګ ته وده ورکوي.څو ورځې مخکې رئيس شي جين پينګ له روسيې څخه بريالۍ ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو اړيکې په نوې زمانه کې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې شوې.د نړيوال سياسي او اقتصادي وضعيت د ناڅرګندتيا پر وړاندې د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا ،د متقابل سياسي اعتماد پراخوالی ، د واقعي همکارۍ او کولتوري تبادلې نژدېوالی نه يوازې د دواړوخواوو لپاره ګټه لري ، بلکې په سيمه ييزې او نړيوالې سمسورتيا او ثبات يې مثبتې اغېزې کړې دي.

تر غونډې وروسته لي که چيانګ او مدويديف د چين او روسيې د صدراعظمانو د ۲۴مې نوبتي غونډې ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د پانګونې ، اقتصاد او سوداګرۍ ، کرنې ، اټومي انرژۍ ، هوانوردۍ ، ساينس او ټېکنالوژۍ او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې يې له لسو څخه د ډېرو دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای