د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د ۶۳مې دورې غونډه د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په ويانا کې تر سره شوه. د چين د اټومي انرژۍ سازمان مرستيال مدير جانګ جيان هوا د يو پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون وکړ او د چين د اټومي انرژۍ پرمختګ ،د اټومي خونديتوب او د اټومي امنيت د ساتنې کار معرفي کړ.
جانګ جيان هوا په ياده غونډه کې وويل چې د چين حکومت د اټومي امنيت موضوع ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د اټومي انرژۍ دوامداره پرمختګ هڅولو په بهير کې يې د اټومي امنيت ښه ريکارډ ساتلی دی.د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د لومړي ځل لپاره د چين د اټومي امنيت په نوم سپين کتاب خپور شو چې په کې په هراړخيزه توګه د چين د اټومي خونديتوب اساسي اصول او د پاليسۍ وړانديزونه بيان کېږي. هغه وويل چې چين به د يو مسؤليت منونکي هېواد په توګه په فعاله توګه د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ ملاتړ وکړي چې د اټومي ټېکنالوژۍ د ودې ، د دواملرونکي پرمختګ هدف پوره کېدو ، د اټومي امنيت پياوړتيا ، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د خبرو اترو او سلامشورو له لارې په ښه توګه د اټومي مسئلو د حلولو په برخو کې لاستر رول ولوبوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |