CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له صدراعظم دميټري مدويديف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 10:22:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۷ مې نېټې په ماسپښين کې د روسيې په سنټ پيټربورګ کې د روسيې له صدراعظم دميټري مدويديف سره يو ځای په مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ.

دواړو صدراعظمانو د چين او روسيې د صدراعظمانو تر منځ د ۲۴ م دورې د نوبتي ملاقات د لاسته راوړنو لوړه ارزونه وکړه. لي که چيانګ وويل چې سږ کال د چين او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ کليزې سره برابر دی. په اوسينو حالاتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ ساتل د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د انسانانو د تمدن او پرمختګ لپاره ګټور دي. د چين او روسيې تر منځ د ريښتنې همکارۍ ځانګړتيا دا ده چې دغه همکارۍ هراړخيزې دي او پراخه ساحه او لوړه کچه لري. دواړو خواوو د انرژۍ په شمول دوديزه برخه کې همکارۍ نوي پرمختګ موندلی او د انترنيټي سوداګريزو ډګرونو او د تکنالوژۍ نوښت په شمول برخو کې همکارۍ نوي ځانګړتيا رامنځته شوې ده.

دميټري مدويديف وويل چې اوسمهال د روسيې او چين تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې نوي زمانې ته داخل شوي دي. دواړو خواوو نږدې ديالوګ او مشورې ساتلې او په بېلا بېلو برخو کې يې واقعي همکارۍ نوي لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای