د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسون د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په لوکسمبورګ کې د اروپايي ټولنې د کميسيون له رئيس جين جونکر سره له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون د اضافي ترتيباتو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې. خو دواړو خواوو خپلمنځي اختلافونه نه دي حل کړي او هېڅ برياليتوب يې نه دی تر لاسه کړی.
د اروپايي ټولنې کميسيون تر خبرو اترو وروسته په يوه اعلاميه کې پر دې ټينګار وکړ چې بريتانيا بايد له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په اړه يوه اضافي لايحه وړاندې کړي چې له اړوند تړون او قانون سره سمون وخوري او د اجرا کېدو وړ وي. خو اروپايي ټولنې تر اوسه هېڅ اړونده لايحه نه ده تر لاسه کړې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |