CRI Online

د افغان عکاسې فاطمې حسيني د عکسونو نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 10:49:34

فاطمه مېلمنو ته د خپلو عکسونو د ورپېژندلو په حال کې

د (( په جګړه کې ښکلا)) په نوم د افغان عکاسې فاطمې حسيني د عکسونو نندارتون د سپتمبر د ۱۷مې نېټې په ماښام په بېجينګ کې د سونګ چينګ لينګ د ماشومانو او ځوانانو د کلتور او ساينس د تبادلې په مرکز کې پرانيستل شو. آغلې فاطمې حسيني د نندارتون په پرانيستونکې وينا کې وويل، غواړم چې د دغو عکسونو له لارې نندارچيانو ته د افغان ښځو ښکلا او قوت او د افغانستان کلتوري تنوع څرګنده شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ د پلانونو څانګې مشر او په افغانستان کې د چين پخواني سفير ليو جين سونګ، په چين کې د افغانستان د سفارت لوی مستشار موسی عارفي او د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق د نړيوالو اړيکو او همکارۍ څانګې مشرې چن ای مين د نوموړي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

عکسونه:

فاطمه له خبريالانو سره د مرکې په حال کې

نندارچيان عکسونو ته د جدي کتنې په حال کې

فاطمې په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل چې نورو زياتو کسانو ته د افغان ښځو په اړه د مثبتو معلوماتو وړاندې کول غواړم.

نندارچيان عکسونو ته د جدي کتنې په حال کې

د چين د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ د پلانونو څانګې مشر او په افغانستان کې د چين پخوانی سفير ليو جين سونګ د وينا په حال کې

په چين کې د افغانستان د سفارت لوی مستشار موسی عارفي  د وينا په حال کې

د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق د نړيوالو اړيکو او همکارۍ څانګې مشره چن ای مين د وينا په حال کې 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای