CRI Online

د ايران مذهبي مشر: ايران به له امريکا سره هر ډول خبرې اترې ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 12:58:22

د ايران لوړ پوړي مذهبي مشر ايت الله خامنه ای د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د مذهبي شاګردانو په غونډه کې د وينا پر مهال وويل، هېڅ امکان نشته چې په اوسني حالت کې به ايران له امريکا سره د هرې کچې خبرې اترې ونه کړي ، ځکه چې پر ايران باندې د افراطي فشارونو اچولو لپاره د امريکا ستراتيژي ناکامه شوې.

خامنه ای په خپله وينا کې ايراني ملت ته په خطاب کې وويل چې بايد له ايران سره د خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د امريکا د وړانديز پر موخې ښه پوه شي. د ده په اند دغه وړانديز د امريکا حکومت دسيسه ده. هغه وويل، ځينو امريکايي چارواکو ويلي چې غواړي له شرايطو پرته له ايران سره خبرې اترې وکړي،خو په ځينو وختونو کې يې داسې ويلي چې امريکا به د دوولسو شرايطو پر بنسټ له ايران سره خبرې اترې وکړي. د امريکا چارواکو دا ډول دوه ګونې څرګندونې د دې ښودنه کوي چې په دغه هېواد کې د ګډوډ سياست له امله دي اويا هغې موخې سره تړاو لري چې غواړي ايران ته دوکه کړي.خو ايران فريب نه خوري، ځکه چې زمونږ لار روښانه او څرګنده ده او په دې پوهيږو چې څه کار کوو.

هغه زياته کړه چې امريکا غواړي له ايران سره خبرې اترې وکړي چې موخه يې د اوسنيو مسئلو حل وفصل نه دی، بلکې له دې لارې به له ايران څخه ناوړه غوښتنې وکړي. خو د دوی کړنې دومره بې ادبه اوبې ځايه دي چې د دوی خپله رښتينې موخه ترې ښکاري.د ده په اند ځينو امريکايي چارواکو له يوې خوا پر ايران باندې فشارونه اچولي او له بلې خوا يې څو څو ځله ويلي چې له ايران سره به خبرې اترې وکړي. دوی له دې لارې هغه موخه تر سره کوي چې ايران په خپل دريځ کې نرمښت راولي او د خبرو اترو ميز ته کيني. خو ايران فريب نه خوري. هغه وويل،امريکا غواړي د خپلو کړنو له لارې نړيوالو ته دا ثابته کړي چې د دوی له خوا اچول شويو فشارونو پر ايران اغيزه کړې په بله ژبه که څه هم د ايران مشرانو ويلي چې له امريکا سره خبرې اترې ونه کړي خو ايران مجبور دی چې د خبرو اترو ميز ته کښني.نو امريکا په دې اند ده چې له ايران سره د تماس نيولو يوازينۍ لار ور باندې د افراطي فشارونو اچول دي.که امريکايي حکومت دغه ټکی ثابت کړي،نو په ايران کې به دايمي ارامتيا رامنځته نه شي. ځکه چې پر ايران باندې د افراطي فشارونو اچونه به د ايران د پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا دايمي کړنه ده.تر هغه وروسته به هر کله چې امريکا له ايران څخه نوې او بې دليله غوښتنې وکړي، ايران به مجبور شي چې يا د خپلې ارادې پرضد د دوی غوښتنې ومني او يا به د امريکا د نوي پړاو افراطي فشارونو سره مخ شي.

د خامنه ای په اند ايران بايد نړيوالو ته دا ثابته کړي چې پر ايران باندې د امريکا له خوا اچول شوي فشارونه هېڅ ارزښت نه لري.نو ځکه د ايران د بېلا بېلو کچو حکومتي چارواکو په اتفاق سره وويل چې له امريکا سره به دوه اړخيزې اويا څو اړخيزې خبرې اترې ونه کړي.د دې ترڅنګ هغه هم له امريکا سره د خبرو اترو شرايط په ګوته کړل. هغه وويل، که امريکا شاته تګ وکړي، په سمه توګه خپلو کړنو ته وګوري او د ايران د ذروي مسئلې تړون په هکله خپلې کړې ژمنې پوره کړي، نو امريکا به وکړي شي چې له ايران سره او د دې ذروي تړون له نورو لاسليکوونکو خواوو سره په څو اړخيزو خبرو اترو کې ګډون وکړي،که نه ايران به د هرې کچې امريکايي چارواکو سره خبرې اترې ونه کړي. ايران به نه يوازې د سپتمبر په وروستۍ لسيزه کې په نيويارک کې د م م په عمومي اسامبلې کې بلکې په نورو ځايونو کې به هم له امريکايي چارواکو سره ډيالوګ او خبرې اترې ونه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای