CRI Online

چين به د اقتصاد او سوداګرۍ د مسئلو په اړه له امريکا سره يو ځل بيا سلامشوره وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 14:53:31
چين به د اقتصاد او سوداګرۍ د مسئلو په اړه له امريکا سره يو ځل بيا سلامشوره وکړي

چين او امريکا نيمه مياشت مخکې موافقه وکړه چې د راتلونکي اکتوبر په سر کې په واشينګټن کې د اقتصاد او سوداګرۍ د لوړې کچې سلامشورې ديارلسم پړاو ترسره کړي. له هغه راهيسې، دواړه خواوې په اغېزمنه توګه د تماس نيولو په حال کې دي. چين لومړی ځان ته د امريکا پر ۱۶ ډوله توليداتو د تعرفو زياتېدو تدبير لغوه کړی. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين دغې نرمې رويې ته ځواب ورکړ چې په ټويټر کې يې څرګنده کړه چې امريکا ته به د چين پر صادراتو د تعرفو زياتېدل وځنډول شي.

اوس د چين اړوندې تصدۍ د امريکا د زراعتي توليداتو د اخيستلو په اړه له امريکايي شرکتونو څخه د توکو د بيو پوښتنه کوي. هيله ده چې امريکا له اوسني ګټور فرصت څخه په کارولو سره له چين سره پر يو لوري روانه شي او صميمي رويه غوره کړي چې له چين سره په سلامشورو کې عملي برياليتوب تر لاسه شي . دا به نه يوازې د چين او امريکا لپاره بلکې د ګردې نړۍ لپاره ګټوره وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای