CRI Online

په نوي عصر کې کاري همکارۍ د چين او روسيې ترمنځ اړيکو ته نوې محرکه قوه ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-18 20:40:47

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۱۸مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه چې نوم يې دی (( په نوي عصر کې کاري همکارۍ د چين او روسيې ترمنځ اړيکو ته نوې محرکه قوه ورکوي))

په دې ليکنه کې ويل شوي، چې د ۷۰ کلونو په تېرېدلو سره د چين او روسيې ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته رسېدلې دي. له روسيې څخه د چين د صدراعظم لي که چيانګ د ليدنې په وخت کې دواړو خواوو څه باندې ۱۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او د راتلونکې مرحلې لپاره يې مهم همکاريز تدبيرونه ټاکلي دي. هيڅ شک شتون نه لري چې دې د دواړو هېوادونو کاري همکاريو ته وده لا کړې او په نوي عصر کې کاري همکارۍ د چين او روسيې ترمنځ اړيکو ته د نوې محرکې قوې د ورکولو سبب شوي دي.

دا ډېر امکان لري چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره به د صنعتونو، پانګو او بازارونو په شمول د چين غوره برخې او د سرچينو، علومو او کارپوهانو په شمول د روسيې غوره برخو سره په نوره ښه توګه وتړل شي. د دواړو هېوادونو د همکاريو مهم ټکي به د دوديزو سرچينو له ډګر څخه د لوړو تخنيکونو ډګر ته منتقل شي، څو چې د دواړو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته نوې محرکې قوې ورکړي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای