د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، په قزاقستان کې د هوا وې شرکت او د قزاقستان مخابراتي شرکت په دې وروستيو کې د دې هېواد په پلازمينه نورسلطان کې د ۵G يوه ازمويښتي سيمه جوړه کړه او د ۵G موبايل خدمتونو ازمويښتي کار يې بشپړ کړ.
د قزاقستان يو حکومتي چارواکي وويل، د قزاقستان په مخابراتي بازار کې د هوا وې د ننوتلو موده له ۲۰ کلونو څخه هم زياته ده او د حکومت او وګړو لخوا ډېر د خوښې او هرکلي وړ دی. هيله لرو چې هوا وې شرکت په پر له پسې ډول ۵ عصري تخنيکونه قزاقستان ته ورسوي او د ديجتالي قزاقستان د ابادولو پروژې لپاره خپل خدمت برابر کړي. قزاقستان چمتو دی چې د ۵ G زمانې ته ننوځي او پر دې باور لرو چې ۵G تخنيک به د انرژۍ او کانونو د استخراج، د کرنيز تخنيک د عصري کېدو، د نوښت لرونکو مسلکونو د پرمختګ او د ځيرکو ښارونو د ابادۍ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |