د چين د راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په نيويارک کې وويل، هيله لرم چې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د مشخصو ژمنو په وړاندې کولو سره د م م په عمومي اسامبله کې ګډون وکړي.
د ځايي وخت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په نيويارک کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د نړۍ په زياتو ساحو کې د پرمختګ کليدي وخت روان دی. د نړيوالو مسئلو د حل و فصل لپاره د نړيوالو همکاريو پياوړتيا ډېره لازمه ده.
ګوټريس وويل، د م م نوې دوره عمومي اسامبله به د سوله ييزو ديپلوماتيکو چارو د پرمخ بيولو لپاره مثبت رول ولوبوي.
د بېلا بېلو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي به په راتلونکي اوونۍ کې د دې عمومي اسامبلې په نوبتي خبرو اترو او عالي رتبه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |