د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د فيډرالي ذخيرو کميټې د سپتمبر په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې د فيډرالي صندوق بانکي ګټه به ۱.۷۵ يا ۲ سلنې ته ټيټ کړای. دا د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا د دوهم ځل لپاره د بانکي ګټې ټيټوالی دی.
د امريکا د فيډرالي ذخيرو کميټې د نړيوالو اقتصادي حالاتو او انفلاسيون سره سم د بانکي ګټې د ټيټوالي پرېکړه کړې ده. خو د امريکا پر مخ د اقتصاد بې ثباتي لا هم شتون لري.
د فيډرالي ذخيرو کميټې رئيس جيرومي پوويل په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د يادې کميټې د دې پرېکړې موخه د تجارتي پاليسو له بې ثباتۍ، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت له وروالي او انفلاسيون سره مقاومت دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |