CRI Online

د زور زياتي کړنو مخنيوی د هانکانګ تر ټولو لازمي دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 11:27:56

د چين د راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا د ۴۲مې غونډې د تر سره کېدو په وخت کې، په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د حقايقو او رښتياوو تر مطلب لاندې يوه غونډه تر سره کړه، پکې برخوالو کارپوهانو وويل، د زور زياتي کړنو مخنيوی د هانکانګ تر ټولو لازمي دنده ده.

د چينګ هوا پوهنتون د هانکانګ او مکاو د پلټنيزې اګاډمۍ رئيس وانګ جن مين په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د چين سترې وچې ته د هانکانګ د بېرته ستنېدو وروسته، د هانکانګيانو حقوق، ازادي او قانوني ديموکراسي د پخوا په نسبت ډېر ښه شوي. خو اوس په هانکانګ د بشري حقوقو له ازادۍ څخه ځينې ناوړه استفاده کوونکي شتون لري.

د هانکانګ او مکاو د بنسټيزو قوانينو د څيړنيز مرکز رئيس استاد ځيو پينګ دې ته اشاره وکړه چې د هانکانګ په واټونو کې رامنځته شوي کړنې ديموکراتيک خوځښتونه نه دي، د ټولنې په قانوني نظام او د ښاريانو د قانوني ګټو ته سخت زيان رسوونکي جرمونه دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای