CRI Online

د چين د C919 مسافر وړونکې الوتکې د الوتنې قالب د لومړي ځل لپاره وړاندې شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 12:25:31

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ ۱۸ م نړيوال هوايي نندارتون د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د ملکي الوتکو شرکت په دغه نندارتون کې ګډون وکړ او د ياد شرکت د الوتنې يو قالب چې د C919 مسافر وړونکې الوتکې سره يو شان دی هم په دغه نندارتون کې وړاندې کړی. دا د C919 مسافر وړونکې الوتکې د الوتنې قالب د لومړي ځل لپاره خلکو ته وښودل شو.

(مينه) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای