CRI Online

بهرنيو سفيرانو او ديپلوماتانو د چين د شينجيانګ د بشري حقونو په چارو کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 12:30:14

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي د سپتمبر په اتلسمه نېټه د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د پرمختيايي لاسته راوړنو په هکله يو سمينار تر سره کړ. د څه باندې ۴۰ هېوادونو د ديپلوماتانو، خبري رسنيو، کارپوهانو او د غيرحکومتي سازمانونو د استازو په شمول څه باندې سلو تنو په دې سمينار کې ګډون کړی و .

په ژنيو کې د چين استازي چن شيو په خپله وينا کې وويل چې روان کال د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. له اوياوو کلونو راهيسې د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې او پرمختګ يې له امنيتي او ثابت چاپيريال سره تړاو لري.شينجيانګ د مسلکي مهارتونو د روزلو د مرکز د جوړولو په شمول د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د تدبيرونو په نيولو سره په اغيزمنه توګه د ترهګريزو عملونو او کړنو مخنيوی کړی دی.

په ژنيو کې د يمن، زامبيا او زمبابوې استازو او د بلاروس،ميانمار،کيوبا او ونزويلا په شمول د څو هېوادونو لوړ پوړيو ديپلوماتانو په ويناوو کې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو په چارو کې او له ترهګرۍ او تندلارۍ سره په مبارزه کې لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل چې ترهګری او تندلاري د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده. شينجيانګ د ترهګري او تندلارۍ پر ضد نړيوالو چارو کې مهم خدمتونه کړي او چين د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو نمونه ګرځېدلې دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای