CRI Online

د اروپا پارلمان به له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله هغه تړون رد کړي چې پکې ضميمه لايحه شامله نه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 12:33:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپا پارلمان د سپتمبر په اتلسمه نېټه په ۵۴۴ موافقو،۱۲۶ مخالفو او ممتنعو رايو يو پرېکړه ليک تصويب کړ او ويې ويل چې دوی به له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله هغه تړون رد کړي چې پکې ضميمه لايحه شامله نه ده. ياده لايحه د اروپايي ټولنې بنسټيزه کرښه ګڼل کيږي او موخه يې دا ده چې د بريټانيا د شمالي ايرلنډ او ايرلنډ ترمنځ په سرحدي سيمو کې ګمرکي ادارې او سرحدي پوستې بايد جوړې نه شي.تر هغه وروسته د اروپا پارلمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی د دغې قانوني او عملي کېدونکي ضميمې لايحې پر وړاندې پرانيستې رويه غوره کوي او پر دې يې ټينګار وکړ چې بريټانيا به له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پړه پر غاړه ولري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای