CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 12:36:58

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په اتلسمه نېټه په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.

صدراعظم لي که چيانګ تر هر څه لومړی ولسمشر ولاديمير پوتين ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړلې او ويې ويل چې چين او روسيه يو د بل تر ټولو لوی ګاونډي هېوادونه دي.روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی.څه موده دمخه د دواړو هېوادونو مشرانو له دې سره موافقه کړې ده چې دوه اړخيزې اړيکې به د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع پر ستراتيژيکو اړيکو بدلې کړي. په دې سفر کې مې له صدراعظم دميتري ميدويدوف سره د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو ترمنځ څلوېښتم ملاقات وکړ چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ په اړه ګټور پلانونه جوړ شوي دي. نو دغه ملاقات ډېرې لاسته راوړنې لري. د چين او روسيې ترمنځ اړيکو په سالم او ثابت ډول پرمختګ موندلی چې دا نه يوازې د دواړو خواوو او سيمې بلکې د نړۍ د پرمختګ لپاره ګټوره ده. چين غواړي چې له روسيې سره دوستي لاټينګه کړي،خپلمنځي همکارۍ او دوه اړخيز تګ راتګ پياوړی کړي او د م م په محور د نړيوال سيستم او د نړيوالو سوداګريزو اصولو پربنسټ څو اړخيز سوداګريز مکانيزم وساتي چې دا د نړيوال پرمختګ،سمسورتيا، سولې او ثبات د پرمخبيولو لپاره ډېر اهميت لري.

پوتين د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت صدراعظم لي که چيانګ ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې روسيه له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له اوياوو کلونو راهيسې د روسيې او چين ترمنځ اړيکو او همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او دوه اړخيزې اړيکې د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع پر ستراتيژيکو اړيکو بدلې شوې دي. د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د نړيوالو اړيکو مهم او ثابت عوامل دي.روسيه غواړي چې خپله پرمختيايي ستراتيژي د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره يو ځای کړي او په پر له پسې توګه دوه اړخيزه سوداګريزه پيمانه زياته کړي ترڅو ګډ پرمختګونه ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای