CRI Online

د انټرنيټ شپږمه نړيواله غونډه به په راتلونکي اکتوبر مياشت کې په چين کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 14:12:56
د انټرنيټ شپږمه نړيواله غونډه به په راتلونکي اکتوبر مياشت کې په چين کې ترسره شي

د انټرنيټ شپږمه نړيواله غونډه چې عنوان يې دی : ( د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنه جوړېږي)، د راتلونکي اکتوبر له شلمې نېټې څخه تر دوه ويشتمې نېټې پورې به د چين د جه جيانګ ولايت په وو جنګ ولسوالۍ کې ترسره شي. د بېلا بېلو هېوادونو د مامورينو، د نړيوالو سازمانونو استازو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو په شمول څه باندې يو زر پنځه سوه تنه به په دې غونډه کې برخه ولري.

د چين د انټرنيټي مالوماتو د دولتي دفتر مرستيال مشر ليو ليې هونګ د سپتمبر په اتلسمه نېټه د يادې غونډې د تياريانو په اړه يوه ناسته کې وويل، دغه نړيواله غونډه به د فورم او نندارتون دوه برخه ولري. عمده فورم به د علمي تخنيک، صنعتي چارې او اقتصاد، کلتور او ټولنې، همکارۍ او ادارې څلورو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي. برسيره پر دې، د دې غونډې په بهير کې به د 5G، ځيرکتيا او د توکود ليږدونې شبکې په اړه شل فرعي فورمونه هم ترسره شي. د انلاين سوداګرۍ، ځيرکتيا او لوي ډيجټل په اړه نږدې شپږ سوه مشهورې تصدۍ به په نندارتون کې ګډون وکړي. ښاغلي ليو ليې هونګ په دغه نړيواله غونډه کې د ګډونوالو په هکله وويل

((تر اوسه پورې ځينو درنو مېلمنو په دې غونډه کې د ګډون تصديق کړی چې پکې نه يوازې د مياکروسافټ، کوالکوم Qualcomm ، Appleاپل او Cisco Systems سيسکو په شمول مشهورې نړيوالې تصدۍ، بلکې د علي بابا، تنسنټ او هوا وې په ګډون مشهورې چيني تصدۍ شاملې دي. برسيره پر دې، د انټرنيټ شبکې په برخه کې ډېر وتلي او غښتلي کارکوونکي او کارپوهان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.))

له ۲۰۱۴ کال راهيسې، د چين د جه جيانګ ولايت په وو جنګ ولسوالۍ کې د انټرنيټ د نړيوالې غونډې پنځه دورې په برياليتوب سره ترسره شوې، اوس د دې نړيوالې غونډې شهرت او اغېزه ډېر لوړه شوې او د اقتصادي پرمختګ، تخنيکي پرمختيا، د انټرنيټ ادارې او د کلتوري تبادلې د هڅولو په برخو کې مهم رول لوبوي. د جه جيانګ ولايت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې څانګې مشر جو ګوه شيان وويل، د انټرنيټ د نړيوالو غونډو په جوړېدو سره نړۍ ته د جه جيانګ ولايت نوې بڼه وړاندې شوې او دغه ولايت ته د انټرنيټ د پرمختګ او د ډيجټلي اقتصاد په اړه نوې نظريې او برياليتوبونه رسول شوي دي. هغه وويل

((جه جيانګ ولايت د ډيجټلي اقتصاد په برخه کې د دولتي نمونوي ولايت د جوړولو په موخه په پنځو کلونو کې د ډيجټلي اقتصاد په سلو کې د سل زياتېدو پلان تطبيق کوي . تېر کال زموږ په ولايت کې د ډيجټلي اقتصاد عمومي اندازه دوه زره درې سوه دېرش مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر له درې سوو مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر و او د ۲۰۱۷ کال په نسبت نولس اعشاريه شپږ ويشت سلنه زيات شوی دی. تېر کال د دې ولايت د ډيجټلي اقتصاد عمومي شمېر او د زياتوالي سرعت په جلا جلا توګه په ټول چين کې څلورم ځای نيولی و. دغه نړيواله غونډه تل په وو جنګ ښار کې جوړېږي، نو دغه ښار او جه جيانګ ولايت په دغه سيمه کې د پانګونې لپاره ډېرې زياتې تصدۍ راجلب کړې دي. تېر کال د دې غونډې په بهير کې د جه جيانګ بېلا بېلو سيمو له بهرنيو تصديو سره د دېرش مليارډو يوانو په ارزښت څه باندې شل همکاريز تړونونه لاسليک کړل. په دې وروستيو کلونو کې د انټرنيټ په اړه د تصديو مخ په زياتېدو پروژې په جه جيانګ ولايت کې اجرا شوې. ))

د مالوماتو له مخې، د انټرنيټ په سږنۍ نړيواله غونډه کې به د دې غونډې په اړه د ابي رنګ کتاب او د برياليتوبونو په اړه يو لړ سندونه خپاره شي چې په چين کې د انټرنيټ د ۲۵ کلن پرمختګ او په نړۍ کې د انټرنيټ د ۵۰ کلن پرمختګ په هکله څېړنې او تحليلونه پکې وړاندې کېږي. برسيره پر دې، د سږ کال د انټرنيټ شبکې ۱۵  نامتو برياليتوبونه به د دې نړيوالې غونډې په بهير کې هم بيان شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای