CRI Online

شي جين پينګ د ژيړ سيند پر غاړه پرتو سيمو کې د چاپيريال ساتنې او د باکيفيته پرمختګ په هکله د يوې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 16:02:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د اتلسمې نيټې په سهار د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د ژيړ سيند پر غاړه پرتو سيمو کې د چاپيريال ساتنې او باکيفيته پرمختګ په هکله د يوې غونډې مشري وکړه او وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې څانګې بايد پر هغو افکارو ټينګار وکړي چې ښه ايکولوژيکي چاپيريال شتمني ده، دغه زار ايکولوژيکي پرمختګ ته دې لومړيتوب ور کړي شي، د چاپيريال ساتنه او اداره دې پياوړې کړي شي،د ژيړ سيند پر غاړه پرتو سيمو کې دې دايمي امنيت تضمين کړي او د باکيفيته اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو،د خلکو د ژوند د ښه والي او په دغو سيمو کې د اړوند کلتور د ساتلو لپاره دې هڅې وکړي تر څو خلک ترې ګټې واخلي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال هان جنګ هم په دې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای