CRI Online

د امريکايي سياستوالو نيت به کامياب نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-19 21:13:22

د امريکا د عوامو مجلس مشرې نانسي پيلوسي د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په واشينګټن کې د هوانګ جي فنګ او هه يون شي په شمول له کسانو سره ليدنه وکړه. ياد دوه کسان د چين پر ضد دي او په هانکانګ کې د شخړو جوړونکی دي. نانسي د بشري حقونو، ديموکراسۍ او ازادۍ په پلمه د هانکانګ د ځينو کسانو د غير قانوني کړنو څخه ملاتړ کوي. ياده کړنه د نړيوال قانون او اړيکو له اساسي اصولو څخه سرغړونه ده او د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. يادې کړنې دا څرګندوي چې د امريکا يو څو سياستوال غواړي د هانکانګ حالات لا خړپړ کړي او له دې لارې چين ته زيان ورسوي.

(فرشته

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای