د چين حکومت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه يو سپين کتاب خپور کړ چې نوم يې دی (( مساوات، پرمختګ او شراکت : د نوي چين د جوړېدو راهيسې په دې ۷۰ کلونو کې د ښځو د چارو پرمختګ)). په دغه کتاب کې راغلي چې د سياسي مقام، تعليمي سويې، روغتيايي حالات، ټولنيز تضمين، کورني تمدن او نړيوال تګ راتګ او همکاريو په برخو کې د چين د ښځو حقونه خوندي شوي او پکې د نړۍ د ښځو د چارو لپاره د چين د ښځو مهم خدمتونه هم څرګندېږي.
ښځه د ټولنې د پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده. په تېرو ۷۰ کلونو کې د چين د ښځو د مقام په لوړېدو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د بشري حقونو لوړېدا او د تمدن پياوړتيا ليدل کېږي.
چين به په دوامدار ډول د ښځو د چارو پرمختګ ته وده ورکړي، په عين وخت کې د نړۍ د جنسي مساوات او د بشري برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره به غوره خدمتونه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |