د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه اعلان وکړ چې عراق به په خليج سيمه کې د ترانسپورټي امنيت ساتلو په هېڅ پوځي قوت کې ګډون و نه کړي.
د عراق د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد سحاف وويل چې عراق به په خليج سيمه کې د ترانسپورټي امنيت ساتلو په هېڅ پوځي قوت کې ګډون و نه کړي او د اسرائيلو له ګډون سره مخالفت کوي. هغه زياته کړه چې د خليج سيمې د امنيت ساتل د خليج هېوداونو مسئوليت دی. په دې وروستيو کې امريکا خپل ملګري هېوادونه هڅوي چې د خليج سيمې د ترانسپورټي امنيت ساتلو په اتحاد کې ګډون وکړي. د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کتز په اګست مياشت کې ويلي چې اسرائيل به په دغه اتحاد کې ګډون وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |