CRI Online

دمشق ته نږدې يوه بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 10:49:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د سپتمبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې يوه بې پيلوټه الوتکه د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد د پلازمينې دمشق په څنډه کې د سوريې د هوايي دفاعي سيستم لخوا وغورځول شوه.

د سوريې ملي تلويزيون د خبر له مخې، د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستم د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په شپه د دمشق په جنوب ختيځ د اقرابا ښارګوټي په هوا کې دښمن هدف وموند او بيا يې وغورځولو .وروسته دا تائيد شوه چې هدف يې يوه بې پيلوټه الوتکه وه.

په راپور کې راغلي چې د سوريې هوايي دفاعي سيستم د اسرائيلو يا امريکا له خوا د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو له ډېرو بريدونو سره مقاومت کړی دی. خو راپور دا نه ده مشخص کړې چې ياده غورځول شوې بې پيلوټه الوتکه په چا پورې تړاو لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای