CRI Online

د چين د ښځو سياسي مقام په څرګنده توګه لوړ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 14:34:04

د چين حکومت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه هغه سپين کتاب خپور کړ چې نوم يې (مساوات،پرمختګ او شراکت: د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د ښځو د چارو پرمختګ) دی. له اوياوو کلونو راهيسې د چينی ملت د پاڅيدو ، شتمنېدو او ځواکنمېدو په بهير کې د ښځو په چارو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.د دې ترڅنګ د ښځو سياسي مقام هم په څرګنده توګه لوړ شوی او د روغتيا او ښوونې حقونه يې په پوره توګه تضمين شوي چې چيني ښځو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي.

په ياد سپين کتاب کې راغلي چې د چين حکومت د نارينه وو په شان د ښځو د مساوي سياسي مقام تضمين ته په درنه سترګه ګوري. د نوي چين د جوړېدو په پيل کې د قانون له مخې د چيني ښځو د انتخابولو او انتخابېدو او د دولتي چارو د ادارې په برخو کې د نارينه وو په شان مساوی حقونه تآمين شوي. په دې وروستيو کلونو کې د دولتي اداري سيستم د عصري کېدو او د اداري توان د پياوړتيا په بهير کې د دولتي او ټولنيزو چارو په اداره کې د ښځو د ګډون تناسب ډېر زيات شوی دی. تېر کال د چين د حکومتي ارګانونو په مشرانو کې د ښځينه مشرانو شمېر په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۲ برخه او د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په استازو کې د ښځينه استازو شمېر يوه په څلورمه برخه ونيوله. په بنسټيزې ديموکراسۍ او ادارې کې د ښځو برخه اخيستنه لاډېره شوې ده.

د چين د دولتي شورا د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې او د چين د ښځو د دولتي ټولنې مرستيالې هوانګ شياو وي وويل چې له اوياوو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند تل پر هغه سياسي ادعا باندې ټينګار کړی چې ښځې له نارينه وو سره مساوی حقونه لري.د دې ترڅنګ دوی د هغې موخې د تر سره کولو لپاره چې ښځې دازادۍ لرونکی شي او له نارينه وو سره لازيات مساوی حقونه ولري، هڅې کړې او په پر له پسې توګه د ښځو د حقونو د تضمين لپاره قانوني سيستم او نورو ميکانيزمونه اصلاح او ښه کړي دي. هغې وويل، اوس د ښځو د حقونو د تضمين لپاره هغه قانوني سيستم جوړ شوی چې بنسټ يې اساسي قانون دی، عمده برخه يې د ښځو د حقونو د تضمين قانون دی او پکې څه باندې سل نورې قاعدې شاملې دي. دغه قانوني سيستم د ښځو د حقونو د تضمين لپاره قانوني زمينه برابره کړې ده.د تېر کال تر پايه پورې د چين په دېرشو ولايتونو کې د جنسي مساوات د ارزونې ميکانيزمونه جوړ شوي چې له امله د جنسي مساوات نظرونه د قانوني قواعدو د طرحې، تطبيق او نظارت په بېلا بېلو برخو کې عملي کيږي او د جنسي مساوات قانوني ضمانت لا بشپړ شوی دی.

په دې سپين کتاب کې هم ليکل شوي چې د ښځو او ماشومانو روغتيا د ټولو وګړو د روغتيا بنسټ دی. د چين حکومت د ښځو او ماشومانو د روغتيا د ساتلو چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د دوی د روغتيا تضمين يې په دولتي ستراتيژۍ کې شامل او په پر له پسې توګه يې په دې برخه کې قانوني سيستم بشپړ کړی دی. د چين د ښځو د ملي ټولنې مرستيالې تان لين وويل چې د چين حکومت د ښځو او ماشومانو د روغتيا د ساتلو لپاره عامه خدمتونه پياوړي کړي تر څو د ښځو روغتيايي سويه لوړه شي. هغې وويل،اوس د چين حکومت هغه تګلاره غوره کړې چې يوې کورنۍ ته د دوو ماشومانو د زيږېدو اجازه ور کوي او د حامله ښځو د روغتيا د ساتلو لپاره هر اړخيز خدمتونه برابروي. د حامله ښځو د تر ماشوم زېږولو نه مخکې د اړوندو طبي معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره په روغتونونو کې اړوندې څانګې جوړې شوې او تر دې وروسته يې اړوندې معاينې لا پياوړې کيږي.په عين وخت کې زمونږ حکومت هم د ښځو د ژوند په بېلا بېلو پړاوونو کې د روغتيايي خدمتونو د برابرولو لپاره د ښځو او ماشومانو ارګانونه هڅولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای