CRI Online

امنيت شورا په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 15:07:16
امنيت شورا په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو غندنه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې وروستيو ورځو کې په افغانستان کې د يو لړ ترهګريزو بريدونو سخته غندنه وکړه او په بريدونو کې د وژل شويو کسانو له کورنيو او افغان حکومت سره خواخوږي او خپله خواشيني څرګنده کړله.

په دې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې بايد د دغو ترهګريزو بريدونو طرحه او ترتيب کوونکي، پانګه اچوونکي او مالي ملاتړ کوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. په دې اعلاميه کې له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه شوې ده چې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو پرېکړو له مخې له افغان حکومت او نورو اړوندو برخو سره فعاله همکاري وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای