د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سره صليب ټولنې او د سرې مياشتې ټولنې ګډ کميسيون د سپتمبر په ۱۹مه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې به يې تر ۲۰۵۰ کال پورې هر کال له اقليمي بدلون څخه د رامنځته شويو ناورينونو له امله ښايي له دوو سوو مليونو څخه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا ولري چې دغه شمېر به د اوسني يو سلو اته مليونو په نسبت نږدې دوه چنده وي.
په دې راپور کې راغلي، له اقليمي بدلون څخه د رامنځته شويو توپان، وچکالۍ او سيلابونو په شمول د ناورينونو له امله به په نړۍ کې لا زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا ولري. په ۲۰۳۰ کال کې به په دې برخه کې د ګردې نړۍ کلنی لګښت ښايي شل مليارډو ډالرو ته ورسېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |