CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير: پر ايران د پوځي بريد له امله به په دغه سيمه کې د پراخ جنګ سبب شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 16:08:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه وويل که امريکا يا سعودي عربستان پر ايران پوځي بريدونه وکړي، له دې امله به په دغه سيمه کې پراخ جنګ رامنځته شي.

محمد جواد ظريف په همدې ورځ په يوه مرکه کې د امريکا يا سعودي عربستان لخوا پر ايران د پوځي بريد د پايلو په اړه څرګنده کړه چې دا به په دغه سيمه کې د پراخ جنګ لامل شي.

هغه زياته کړه چې ايران به په ټينګه توګه د ملي خاورې دفاع او ساتنه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای