د ارام سمندر ټاپو هېواد کيريباس د سپتمبر په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې د تايوان له مقاماتو سره يې سياسي اړيکې پرې کړې. دا په روانې اوونۍ کې د سليمان پر ټاپو پسې دوهم هېواد دی چې له تايوان سره سياسي اړيکې پرې کړې. تر اوسه پورې له تايوان سره د سياسي اړيکو ساتونکو هېوادونو شمېره يوازې ۱۵ ده. د سليمان ټاپو او کيريباس د ملي حاکميت لرونکو هېوادونو په حيث يادې مهمې پرېکړې وکړې، دا څرګنده شوې چې د چين د (( يو هېواد )) اصل په عامه توګه د نړيوالو لخوا منل شوی دی.
د چين د (( يو هېواد )) اصل د خلکو له هيلو سره سمون خوري. چين پر دې بنسټ له ۱۷۸ هېوادونو سره سياسي اړيکې جوړې کړې دي. هيله لري چې د تايوان مقامات اوسني وضعې ته کتنه ورکړي او سمه پرېکړه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |