د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په م م کې د چين دايمي پلاوي د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسب يوه مېلمستيا تر سره کړه. د م م د سرمنشي مرستيالې امينې جي محمد د م م د سرمنشي انټونيو ګوټريس د مبارکۍ پيغام ولوست.
ګوټريس د مبارکۍ په پيغام کې ليکلي چې چين د م م په چارو کې عمده ګډون کوونکی دی او د نړيوالې همکارۍ او څواړخيزم په چارو کې کليدي رول لوبوي. چين او م م تل د نړيوالو مسئلو په اړه همکارۍ کړې او کوي يې.
کوټريس له چين څخه مننه وکړه چې د سولې او امنيت، بشر دوستۍ او پرمختګ په برخو کې له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې په اړه يې د م م ټينګ ملاتړ کړی او د چين د لا برياليتوب هيله يې وکړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |