CRI Online

امريکا د ايران پر مرکزي بانک باندې بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2019-09-21 16:21:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د ايران د مرکزي بانک په شمول پر درېيو ايراني شرکتونو د بنديزونو د لګېدواعلان وکړ او دا کار يې د سعودي عربستان د نفتو پر تاسيساتو شوي بريدونو ته ځواب وباله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د استراليا له صدراعظم سکوټ موريسون سره د کتنې په ترڅ کې اړوند بنديزونه اعلان کړل. په عين وخت کې د امريکا د ماليې وزير سټيون منوچين هم حاضر وو او و يې ويل چې امريکا تر اوسه پورې د ايران ټولې مالي سرچينې بندې کړې دي.

ډونالډ ترمپ تر کتنې وروسته له سکوټ موريسون سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې امريکا دومره زيات قوت لري چې کولای شي په اسانۍ سره پر ايران باندې پوځي بريدونه کړي، خو تر اوسه يې د ايران په مسئله کې خپل زغم ساتلی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای