CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن اړوند د چين او پاکستان د دوستۍ راډيو په اسلام اباد کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې هنري ننداره تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-21 16:25:20

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن اړوند د چين او پاکستان د دوستۍ راډيو د سپتمبر د ۲۰مې نېټې په شپه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې هنري ننداره تر سره کړه. د پاکستان د مطبوعاتو وزير فردوس عاشق اعوان په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ او د پاکستان د دولتي راډيو مشر او د صدراعظم مطبوعاتي سکرټر شهيره شاهد او نژدې زر اورېدونکي په دې ننداره کې حاضر وو.

د پاکستان د مطبوعاتو وزير فردوس عاشق اعوان د نندارې له پيل مخکې په يوه وينا کې وويل، چې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې راهيسې د دغه هېواد له خوا تر لاسه شوي برياليتوبونه د نړيوالو د پام وړ دي. د چين د مشر لخوا وړاندې شوی (( يو کمربند او يوه لار )) پېشنهاد د نړيوالو لپاره ګټور دی او له آيندې سره اړيکې لري. نوموړي د چين او پاکستان د دوستۍ راډيو ستاينه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي لپاره يې خدمتونه کړي، هيله يې وکړه چې د دغه راډيو غږ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اوږدو کې خپور شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای