CRI Online

د ۷۰ کلونو راهيسې د چين عمومي اقتصادي ارزښت تر ۱۷۰ چنده زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-21 21:33:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې له يو کمزوري هېواد څخه د نړۍ پر دوهم لوی اقتصادي ځواک ګبدل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې د هېواد د کورنيو توليداتو ارزښت د ۱۹۵۲ کال له ۱۷۴ چندو سره برابر و.

په ۱۹۵۲ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت يوازې ۶۷ مليارډه ۹۰۰ مليونه يوانه و، د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په ۲۰۱۰ کال کې د جاپان پر ځای د نړۍ دوهم ځای نيولی و.

په ۱۹۵۰ کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت يوازې ۱ مليارډ ۱۳۰ مليونه امريکايي ډالره و او دا رقم په ۲۰۱۸ کال کې ۴۶۰۰ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د زياتوالي اندازه يې له ۴ زرو چندو څخه اوښتې ده.

د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په ۱۹۷۸ کال کې د نړيوال اقتصاد په عمومي ارزښت کې ۱.۸٪ برخه ونيوه او دغه ونډه په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶٪ ته نژدې شوې وه.

چين په نړۍ کې لومړی لوی صنعتي هېواد، د مالونو د راکړې ورکړې مرکز او د بهرنيو اسعارو تر ټولو لويه زېرمه او د بهرنيو پانګو تر ټولو لوی د توجه وړ هېواد دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای