د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د انقلاب ساتندويه ځواک د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په تهران کې د امريکا د هغه RQ-4 بې پيلوټه الوتکو ټوټې نندارې ته وړاندې کړې چې د سږ کال په جون کې د دغه ځواک له خوا غورځول شوې وه.
د ايران د انقلاب ساتندويه ځواک قوماندان حسين سلامي د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د دښمنانو د خطرونو له امله د خپلو وسلو او تجهيراتو د حملې مساحت پراخ او تخريبي ځواک مو لوړ کړی دی.
ايرانيو ځواکونو د جون په ۲۰مه نېټه د هورموز تنګي په شاو خوا سيمه کې د دغه هېواد پر هوايي قلمرو د تيري په تور دRQ-4 ډول يوه بې پيلوټه الوتکه په نښه او وغورځوله.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |