CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر (( د خلکو د نيکمرغۍ لپاره د نوي چين د بشري حقوقو چارو د پرمختګ ۷۰ کلونه )) سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-22 17:23:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۲۲مه نېټه ((د خلکو د نيکمرغۍ لپاره د نوي چين د بشري حقوقو چارو د پرمختګ ۷۰ کلونه)) سپين کتاب خپور کړ.

په دې سپين کتاب کې راغلي چې نيکمرغه ژوند د خلکو تر ټولو مهم بشري حق دی. د چين کمونېست ګوند له جوړېدو راهيسې تل د خلکو د نيکمرغۍ، د ملت د بيا سمسورتيا او د انسانانو د پرمختګ موخې ټينګې کړې. د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو په تيره بيا د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانکريس وروسته په چين کې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو تر لارښوونې لاندې د هېواد د مشخص وضعيت له مخې د بشري حقونو پر هغه مفکورې تعقيب شوی چې خلکو ته لومړيتوب ورکول کيږي، د ژوند او پرمختګ حقوق تر ټولو مهم بشري حقوق دي. تاريخي حقيقتو دا ثابته کړې چې چين په بريالۍ توګه د بشري حقوقو مناسبه لار پيدا کړې چې د هېواد له وضعيت سره سمون لري.

په دې سپين کتاب کې ويل شوي چې چين به په نوې زمانه کې له نړيوالې ټولنې سره د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د موندلو، د بشري حقوقو چارو د پياوړتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای