CRI Online

د م م سرمنشي ګوټريس: ځوانان د اقليمي بدلون پر ضدد عملياتو په هڅولو کې مهم رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-22 17:25:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د اقليمي مسئلو په اړه د م م د ځوانانو په غونډه کې وويل، د ځوانانو ګډون او شوق د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو ته د اقليمي عملياتو د چټکوالي د هڅولو لپاره مهم ارزښت لري. هغه زياته کړه چې د اقليمي مسئلو په اړه دې له بې کاره رويې څخه ډډه وشي.

د اقليمي مسئلو په اړه د ځوانانو غونډه چې د م م د اقليمي عملياتو له سرمشريزې غونډې مخکې تر سره شوې، د ګوټريس په غوښتنه د م م له خوا د اقليمي عملياتو په اړه د ځوانانو لومړۍ غونډه ده او موخه يې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې په عملياتو کې د ځوانانو د ګډون هڅول دی. د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو سلګونه ځوانان په دې غونډه کې د اقليمي مسئلو د حل په اړه خپل پلانونه وړاندې کړل او د نړۍ پاليسي جوړوونکو ته يې څرګند پيغامونه وليږل چې (( موږ بايد د اقليمي بدلون پر ضد ګامونه پورته کړو.))

ګوټريس وويل، چې هغه د اقليمي عملياتو په اړه د ځوانانو له توان او ځواک سره ډېره علاقه لري او ځوانان هڅوي چې د انسانانو د ښه راتلونکي لپاره دې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای