د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په ۲۲مه نېټه وويل، ايران به د م م عمومي اسامبلې ته د هرمز تنګی سوله ييز وړانديز وړاندې کړي او پر دې احتجاج کوي چې په دغه سيمه کې د يو لړ بدو پېښو مسئوليت د ايران پر غاړه اچوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړ، روحاني په همدې ورځ په پلازمېنه تهران کې په يوه غونډه کې وويل، چې ايران غواړي د سوله ييز وړانديز له لارې د دې سيمې له هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د فارس خليج، هرمز تنګي او د عمان خليج د امنيت د ساتنې لپاره سره متحد شي. د دې ترڅنګ، ايران په ياد وړانديز کې د دې سيمې په چارو کې د بهرنيو پوځونو له لاسوهنو سره کلک مخالفت کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |