د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ارالانشأ تر مشرتابه لاندې د نړيوالو تبليغاتو ادارې د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دارالانشأ د اقليمي عملياتو يو نوی لس کلن پلان تصويب کړ چې له مخې يې له ۲۰۳۰م کال مخکې د شنو خونيزو ګازونو د خپراوي ۴۵٪ اندازه کمه شي.
په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې د م م دارالانشأ د اقليمي عملياتو د سرمشريزې غونډې مخکې دغه پلان تصويب کړ. د دې پلان سره سم، د شنو خونيزو ګازونو د خپراوي اندازه به له ۲۰۲۵م کال مخکې ۲۵٪ سلنه، له ۲۰۳۰م کال مخکې ۴۵٪ سلنه کمه شي. دارالانشأ پلان د دې موخې د بشپړولو لپاره پلان لري چې له ۲۰۲۵ کال مخکې د هر يو په سر د کارول شويو برېښنا اندازه ۲۰٪ سلنه، له ۲۰۳۰م کال مخکې دغه اندازه ۳۰٪ سلنه کمه کړي. برسيره پر دې، د الوتکو لخواد شنو خونيزو ګازونو د خپراوي اندازې د کمولو پلان د جوړولو په حال کې دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |