CRI Online

شي جين پينګ د چين د بزګرانو د حاصلاتو د اختر په مناسبت د دغه هېواد بزګرانو او اړوندو کارکوونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 15:12:55

د سپتمبر ۲۳ مه نېټه په چين کې د بزګرانو د حاصلاتو له اختر سره برابره ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د دغه اختر په درشل کې د دغه هېواد د ملي تلويزيون د کرنيزو چارو او کليوالو سيمو چينل له لارې د دغه هېواد بزګرانو او اړوندو کارکوونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړلې او ياد تلويزيوني چينل ته يې د هغه د رسمي پرانيستلو په اړه مبارکي وويله.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، په پسرلي کې د بېلابېلو حاصلاتو تخمونه په کرنيزو ځمکو کې کرل او په مني کې يې حاصلات لاسته راوړل کيږي. که د يو هېواد کرنيزې چارې ښې روانې وي، نو د اقتصادي ودې لپاره به يې ټينګ بنسټ ايښودل شوی وي. په چين کې د کرنيزو چارو، کليوالو سيمو او بزګرانو پرمختيايي برنامی د کمونېست ګوند او بېلابېلو خواوو د ګډو کوښښونو نتيجه ده او د بزګرانو او اړوندو کارکوونکو د نه ستړي کېدونکو زيارونو نتيجه هم ده. زه د بزګرانو د حاصلاتو د اختر په درشل کې ټولو بزګرانو او اړوندو کارکوونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای