CRI Online

د م م د راپور له مخې، له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې پنځه کالونه ښايي په تاريخ کې تر ټولو ډېر تاوده وي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 16:05:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، م م د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره څرګنده کړه چې له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې پنځه کالونه ښايي په تاريخ کې ډېر تاوده کالونه وي. دغه راپور چې نوم يې دی (علمي اتحاديه) د اقليم د نړيوال سازمان، د م م د چاپيريال د پلان د ادارې او د حکومتونو په منځ کې د اقليمي بدلون په اړه د م م د ځانګړې کمېټې په شمول د ګڼ شمېر ارګانونو لخوا برابر شوی دی او د اقليمي چارو په اړه د م م سرمشريزې غونډې ته به وړاندې شي.

د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د پنځو کالونو منځنۍ تودوخه ښايي له ۱۸۵۰م کال څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې د مودې د منځنۍ تودوخې په پرتله د سانټېګراد په حساب يو اعشاريه يو درجې لوړه شوې ده. همدارنګه، د تودوخې د لوړتيا له امله ارمنځته شويو ناورينونو د ټولنې او اقتصاد پر پرمختګ او چاپيريال باندې سختې منفي اغيزې لګولې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای