CRI Online

د شينجيانګ د رومي بانجانو توليدات تر ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو کې پلورل شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 16:27:35

د سينهوا اژانس د اورمچي ښار د ګمرکي ادارې د معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې د شينجيانګ د رومي بانجانو توليدات تر ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو ته صادر شوي.

شينجيانګ په چين کې د رومي بانجانو د توليداتو مهم توليدوونکی او صادروونکی مرکز دی. د اورمچي ښار د ګمرکي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د شينجيانګ له بندر څخه ۷۳ زره ټنه د رومي بانجانو شيرې صادرې شوې چې عمومي ارزښت يې ۳۵۰ مليونه يوانه دی او دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۱.۸ زيات شوی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای