CRI Online

د چين د زانګ قوم د کلتوري تبادلې هئيت له ډنمارک څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 16:38:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د چين د زانګ قوم د کلتوري تبادلې هئيت له ډنمارک څخه ليدنه وکړه. دغه هيئت د دې هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر لخوا جوړ شوی او د زانګ قوم د کلتوري مرکز د تاريخي څېړنې انستېټيوټ مشر جانګ يون تر مشرۍ لاندې دی. د يادې ليدنې په ترڅ کې دغه هيئت له ډنمارکي سياستوالو، کارپوهانو او په دغه هېواد کې له ميشتو چينايانو سره د شي زانګ د سياست، اقتصاد، کلتور او مذهب په اړه پر يو لړ مسئلو باندې بحثونه کړي دي. دوی په هراړخيز ډول د دې هېواد بېلابېلو ډګرونو ته د شي زانګ تاريخ، د دې سيمې په باب د چين حکومت پاليسۍ، د دې سيمې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د دوديز کلتور د ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د نړيوالو چارو په برخه کې د ډنمارک د پارلمان چارواکي وويل، ډنمارک په لوديځو هېوادونو کې لومړی هېواد دی چې له چين سره يې اړيکې جوړې کړې. راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د جوړېدو ۷۰مه کليزه وي. ډنمارک تل د چين پر (( يو هېواد )) پاليسۍ ټينګار کوي او دا مني چې شي زانګ د چين يوه برخه ده، پر دې هم د ډنمارک د پارلماني ګوندونو ډېر غړي موافق دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای