CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا له ځينو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې د چين ضد بېلتون غوښتونو سره دې ملګرتيا و نه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-23 17:31:14

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د امريکا ځينو کسانو ته وړانديز کوي چې له چين ضد بېلتون غوښتنونکو سره دې ملګرتيا و نه کړي، تر څو امريکا د خپلو ګټو له زيانمنېدو څخه امن شي.

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو له خارجه وزيرانو سره د کتنې په ترڅ کې د شينجيانګ مسئله ياده کړه او و يې ويل چې په شينجيانګ کې د چين اقدامات له ترهګرۍ ضد مبارزې سره تړاو نلري، له ټولو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې چين ته د اويغوريانو بېرته شړل بند کړي. ګنګ شوانګ د ياد خبر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د امريکا ځينې سياستوال پر حقيقتو سترګې پټوي او بيا بيا يې د شينجيانګ د ادارې په اړه پر چين ناوړه تور لګولی، له دې څخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په چارو کې د امريکا دوه ګونې معيارونه ښکاره شوي. چين د امريکا له دغه کړنې سره ټينګ مخالفت کوي. د امريکا ځينې سياستوال غواړي چې په تشو دروغو سره خپلو شومو موخو ته ورسيږي. موږ دغو کسانو ته وړانديز کوو چې له دوه ګونې معيارونو څخه دې لاس واخلي، د شينجيانګ مسئلې په اړه دې ناوړه خبرې بندې کړي، د (( ختيځ ترکستان )) ملاتړ دې ختم کړي او د چين ضد بېلتون غوښتونکو سره دې ملګرتيا و نه کړي .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای