د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق يو امنيتي چارواکي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په شپه د دې هېواد د پلازمينې بغداد په شنه سيمه کې د امريکا پر سفارت د هاوانونو څو بريدونه وشول، خو پکې هېڅ مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د دې هېواد د کورنيو چارو يو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې دوه هاوانونه د همدې ورځې په شپه د ياد سفارت په شاوخوا سيمه کې ولويدل، خو هېڅ مرګ ژوبله يې نه ده اړولې. تر دې بريد وروسته په دې سيمه کې د خطر زنګ غږول شوی او د امنيت د ساتلو لپاره تدبيرونه پياوړي شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |