د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي رئيس، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د بېجينګ په نندارتون کې د چين ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د سترو برياليتوبونو نندارتون وکاته
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ کلونو څخه راپدېخوا، ګوند اصلي موخه او مسئوليت په ياد کې وساتو، له بېلا بېلو قومونو سره په يو لاس، ټولې ډول ډول ستونزې لېرې کړو او د شتمن کېدو په لاره کې برياليتوبونه لاس ته راوړلی شو. له دې څخه څرګندېږي چې يوازې د چين کمونېست ګوند تر مشرتابه لاندې چين د لا شتمن کېدو او پياوړې کېدو په لاره کې لا قوي ګامونه اخيستلای. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |